په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې یا داعش خراسان د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې د نننی برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
یاد ډله په عربي ژبه د یو بیان په نشرولو سره ادعا کړی، چې د دشت برچي په سیمه کې ډلییز برید د اسلامي دولت خراسان ډلې د ځانمرګو له خوا ترسره شوی دی.
په دغه برید کې د وژل شویو کسانو د کره شمېر په اړه معلومات په لاس کې نشته.
خو یوه امنیتي سرچینه وایي، د برید په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د غرمې پر مهال د کابل په دشت برچي او شهر نو سیمو کې یو شمېر وسله والو ډلییز بریدونه پيل کړل.
په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون وایي، د پیښو له ځایونو څخه تر اوسه ۶ کسان دغه روغتون رالېږل شوي چې له ډلې څخه یو تن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.