د افغانستان شیعه هزارهګان په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د داعش په نامه د ډلې له مکررو حملو او هدفي بریدونو په اندېښنه کې دي.
یوازې په پایتخت کابل کې پر جوماتونو، تکیهخانو او غونډو د داعش په ځانوژونکو بریدونو کې سلګونه هزاره وګړي وژل شوي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو او داعش ډلې فعالیتونه زیات شوي، د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې پر شیعهګانو او هزاره وګړو د بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو تورونه ځواب کړي.
زیات شمېر هزارهګان د فرقهيي شخړو د راپورته کولو له هڅو اندېښمن دي.
د کابل د دشت برچي سیمه چې د پلازمېنې د هزاره وګړو د اوسېدو اصلي ځای دی، د روانې سپټمبر میاشتې په پنځمه د دوو خونړیو چاودنو شاهده وه چې داعشيې مسؤلیت پر غاړه واخيست.
تر لومړي برید وروسته دوهمې ځانوژونکې چاودنې د طلوع ټلوېزیون د دوو خبریالانو په ګډون، ۲۶ کسان ووژل او ۹۰ نور يې ژوبل کړل.