په کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چاودنه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د لب جر سیمې ته نږدې شوې ده. یوې امنیتي سرچینې تاید کړې، چې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه تنه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی. تر اوسه د پېښې هدف نه دی مشخص شوی او نه هم کومې ډلې ددې برید مسوولیت منلی دی.
