پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / کابل یو وارربیا یو درنې چاودنې ولړزاوه

کابل یو وارربیا یو درنې چاودنې ولړزاوه

راپورونه څرګندوي چې شېبه وړاندې په صدارت څلور لارې کې د کورنيو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه درنه چاودنه شوې ده. به دې سیمه کې نورې دولتي ودانۍ هم شته.

د روغتيا وزارت چارواکو ويلي دي، چې د پېښې له ځايه له ۷۰ ډېر ټپيان ور وړل شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

معلومه نه ده چې د دې موټر بم هدف څوک يا کوم ځای و، خو شاوخوا د هند سفارت، د ملي امنيت رياست، جمهوريت روغتون، سولې عالي شورا، د کابل امنيه قوماندانۍ او نورې مهمې ودانۍ پرتې دي.

د پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
بشپړ جزيات به وروسته څرګند شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *