جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کامې ولسوالۍ: د یو نوماند په غونډه کې ځانمرګی برید شوی

کامې ولسوالۍ: د یو نوماند په غونډه کې ځانمرګی برید شوی

د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند په غونډه کې چاودنه شوې ده.

برید د کامې سنګر سرای سیمه کې نږدې یوه نیمه بجه شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي سره خبرو کې وویل، چې برید ځانمرګی و.

د ولسي جرګې د یوه نوماند عبدالناصر مومند کمپاین غونډه کې شوی دی.

د کامې د حکومتي روغتون مشر ډاکټر مشعل د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته ویلي چې د پېښې له ځای تر شلو کسانو روغتون ته ور وړل شوي دي.

نوموړي ته د والي ویاند ویلي چې تراوسه په دغه برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۲۵ ټپیان دي.

افغانستان کې د ولسي جرګې د نوماندانو کمپاین د جمعې په ورځ( د سپټمبر پر ۲۸) پیل شو.

دا لومړی ځل دی چې د یوه نوماند پر کمپاین غونډه برید کېږي.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *