چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / پاکستان / کراچۍ ښار کې د اې ایس اې”ISI” څارګرې ادارې کار کونکي وژل شوي دي

کراچۍ ښار کې د اې ایس اې”ISI” څارګرې ادارې کار کونکي وژل شوي دي

ټرایبل نیوز د سرچېنې د راپور له مخې تیره شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې دوه د اې ایس اې”ISI” څار ګرې ادارې کار کونکي وژل شوي دي.

د یاد ورکړل شوي راپور له مخې یاده پېښه د کراچۍ ښار د شیرشاه سېمه کې د دهوبي ګاټ څلور لارې ته څېرمه تر سره شوې ده چې په پایله کې دوه نامالومه موټر سایکل سپرو په ډزو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې دوه کار کونکي وژلي دي چې له پېښې وروسته برید کونکي د سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

” د یاد برید مسؤلیت د حزب الاحرار تندروه ډلې ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي په خپله وېب پاڼه کې منلی دی نوموړی زیاتوې چې په پاکستان کې د روانو ابن قاسم عملیاتو لمن ورځ تر بلې په دغه هېواد کې د پراخېدو په حال کې ده”

د یادونې وړ ده له تیرو څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې د حزب الاحرار وسله واله ډله ډیره منظمه او پیاوړي څرګندیږي،که څه هم د پاکستان امنیتي ادارو موده وړاندي دعوه کړې وه چې ګواکې یاده تندروه ډله مو د فعالیت نه غورځولې ده خو بیا دا ډول بریدونه چې دغه ډله یي د پاکستان په مختلفو ښارونو کې تر سره کوي د پاکستاني حکومت دعوې درواغژنې او بې بنسټه ثابتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *