یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کرزي:حکومت او د طالبانو تر منځ جګړې، د اوربند وروسته د اندېښنې وړ دي

کرزي:حکومت او د طالبانو تر منځ جګړې، د اوربند وروسته د اندېښنې وړ دي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې له اوربند وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې د اندېښنې وړ دي ،ځکه په وینایې د اختر په د ریو ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له اوربند څخه د خلکو پراخ هرکلي وښوده چې له جګړې ستړي دي. حامد کرزي ویلي، جګړه پر افغانانو تپل شوې او په جنګ کې وژل کېدونکي لوري افغانانان او هیواد مو د پردۍ جګړې له امله زیان ویني. حامد کرزی داسې مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې پر دوام اندېښنه ښيي، چې تازه په بادغیس ولایت کې وسلوالو طالبانو د پاڅون کونکو ۱۷ غړي وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *