امریکا پوهېږي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي خو بیا هم له دغه هېواد سره نظامي مرستې کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له شپېګل مجلې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، پاکستان په سیمه او افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي او دا خبره ټولو ته ثابته شوې ده. نوموړي پر امریکا نیوکه وکړه، چې لا هم د پاکستان مرسته او ملاتړ کوي. هغه ویلي امریکا هم په دې پوهېږي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، خو ددې پر ځای چې پر دغه هېواد مرستې ودروي او بندیزونه ورباندې وضع کړي، برعکس نظامي مرستې ورسره کوي. هغه همدا راز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو او سیاسي مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده.
