جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کرزی:پاکستان پر کونړ ولايت هوايي بريد سره د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېرى کړى دى

کرزی:پاکستان پر کونړ ولايت هوايي بريد سره د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېرى کړى دى

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، پاکستان پر کونړ ولايت هوايي بريد سره د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېرى کړى دى. د کونړ ولايت چارواکو ويلي چې د پاکستان هوايي ځواکونو پرون له غرمې مخکې په دانګام ولسوالۍ کې بمبار کړى، خو کوم زيان يې نه درلود. پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکو ټکو غندلى دى. د هغه له مطبوعاتي دفتره په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کرزی دغه بريد د ټولو نړیوالو موازینو خلاف او د افغانستان پر ارضي تمامیت ښکاره تېری بولي. حامد کرزي د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دغه راز تحرکاتو له تکراره په کلکه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي او د يو نېک ګاونډي په توګه نړیوال اصول مراعات کړي او تشدد ته د لمن وهلو پر ځای په سیمه کې د سولې او ثبات او د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل احترام، همکارۍ او حسنه روابطو د فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې حامد کرزى په يوه امنيتي نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو تللى او یاد کنفرانس کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې پر حضور اندېښنه څرګنده کړې وه او د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې یې د سیمې هېوادونو همکاري اړینه بللې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: