پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کرزی:په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې په تړاو امریکا بې تفاوتې کوې

کرزی:په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې په تړاو امریکا بې تفاوتې کوې

پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا په افغانستان کې د امريکا پر سياستونو نيوکه کړې او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د وضعيت د ترينګلتيا لامل هم د امريکا ناسم سياستونه دي.
کرزي ويلي، په افغانستان کې د امريکا له حضور سره يو ځای جګړې او وينې تويېدنې هم ډېرې شوې دي.
پخواني ولسمشر چې د هند د سولې او جګړې د مطالعاتو په انستيتیوت کې يې وينا کوله دغه راز وویل چې په افغانستان کې ترهګرې او توندلارې ډلې هم پياوړې شوې دي.
کرزي په خپلو خبرو کې د داعش له لوري په کابل کې د وړمې ورځې بريد د مسووليت منل هم د پوښتنې وړ مسئله بللې او ويلي يې دي: «زه پوښتم چې داعش افغانستان ته څنګه لاړ؟ داعش په افغانستان کې د طالبانو او يا زما د حکومت پر مهال را پيدا نه شو، داعش څلور کاله وړاندې په داسې حال کې په افغانستان کې را پيدا شو چې امريکا هلته پوځي حضور لري او د ټول هېواد فضايي حريم يې تر کنټرول لاندې دی».
کرزي له بلې خوا پر امريکا له دې کبله هم نيوکه کړې چې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په تړاو بې تفاوتي کوي: «په ولسمشرۍ ماڼۍ کې مو څو کاله وړاندې د شپې يوه مېلمستيا درلوده. هلته مو ډېر توند بحثونه وکړل، ما پر پاکستان نيوکې وکړې؛ خو د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن مېز په سوک وواهه او ويې ويل چې پاکستان ورته تر افغانستان پنځوس ځله غوره دی».
پاکستان ته په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي د مهم عامل په نظر کتل کېږي او ان لويديځو چارواکو څو څو ځله منلې چې دغه هېواد په افغانستان کې له وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
پاکستان که څه هم دا ادعاوې ردوي، خو د چارو شنونکي او د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې په کابل کې د وړمې ورځې بريد تر شا هم د پاکستان لاس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *