پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کرزی:په سیمه کې د امریکا حضور او د داعش فعالیتونه د پوښتنې وړ دي

کرزی:په سیمه کې د امریکا حضور او د داعش فعالیتونه د پوښتنې وړ دي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د امریکا پر سیاستونو د نیوکې تر څنګ ویلي چې د یاد هېواد له بشپړ حضور سره سره د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو لامل یواځې او یواځې د امریکا غلط سیاستونه دي. کرزي یادې څرګندونې په هند کې د سولې او جنګ په نامه یوه انسټیټوټ ته د خبرو پر مهال کړې دي. هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سخت دریځو وسله والو شمېر هم ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی او یادې ډلې د پخوا په پرتله ډېرې پیاوړې شوې هم دي. هغه دغه راز د داعش ډلې حضور هم د پوښتنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې د امریکا له نظامي حضور سره سره دا ډله په افغانستان کې فعالیت کوي. هغه وویل، یاده ډله په داسې حال کې افغانستان کې حضور پیدا کوي چې د افغانستان هوایي حریم هم د دوی( امریکا) په لاس کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *