شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / کرزی وايي د امریکا مخالف نه یم خو ناخوالو يي غمژن کړي یم

کرزی وايي د امریکا مخالف نه یم خو ناخوالو يي غمژن کړي یم

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د امريکا له لوري د عامو افغانانو بمبارول او د بې ګناه خلکو زندانونو ته اچولو دی پر امريکايي ضد شخصيت بدل کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې په هند کې د جېپور په نوم په يوه کلتوري ناسته کې کړي او يو ځل بيا يې په افغانستان کې پر امريکايي ضد کړنو نيوکه وکړه.

کرزي وويل: دی د امريکا مخالف نه دی، په دې معنا نه چې امریکا يې نه خوښېږي خو زياتوي پر عامو خلکو د امريکا بمباريو او د بې ګناه افغانانو زنداني کولو دې ته هڅولی چې د امريکا پر ضد څرګندونې وکړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په ځينو ولايتونو کې د بهرنيانو له ورتګ سره د نشه يي توکو کښت زياتوالی وموند او د نشه يي توکو نړيوالو مافيايي کړيو خلک د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کرلو ته وهڅول.

د هغه په خبره، په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو د نشه يي توکو کرکيلې ته لاره هواره کړه، زياتوي کله چې امریکايي او بريتانيايي ځواکونه هلمند ته ولاړل په هغه ولايت کې د نشه يي توکو د کرکيلي کچه لوړه شوه، همدارنګه کله چې بلخ ولايت د افغان حکومت سره و، نشه يي توکي په صفر کې و خو کله چې بهرنيان هلته ولاړل ورسره د نشه يي توکو کښت هم زيات شو.

هغه ټينګار وکړ، چې په هېواد کې امریکا فساد ته زمينه برابره کړې ځکه په وينا يې چې هغو کسانو ته يې قراردادونه ورکړل چې وړتيا يې نه درلوده، په داسې حال کې چې په يوه شپه کې يې يو کس ميليونر کړ او په يوه شپه کې يې عام افغانان هم بمبارد کړل.

دا لومړی ځل نه دی، چې امريکايان او په افغانستان کې ميشت نور بهرنيان د پخواني ولسمشر له لوري په نشه يي توکو او د هغې په کښت کې په لاس لرلو او هغوی ته په زمينې برابرولو تورنېږي، بلکې تر دې مخکې هم يو شمير سياسي شخصيتونو او کارپوهانو ځينې افغان چارواکي او بهرني ځواکونه د نشه يي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د يادونې ده، چې د حامدکرزي د دورې پر مهال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او شپنيو چاپو کې زرګونه بې ګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې نوموړی د بهرنيو ځواکونو د دغې عمل په مخنیوي کې پاتې راغلی و او وخت ناوخت به يې سياستاً د هغوی بمبارۍ غندلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: