جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / کرم ایجنسۍ کې بمې چاودنه شوی ده

کرم ایجنسۍ کې بمې چاودنه شوی ده

د پاکستان د کرمه ایجنسۍ یوې ځايي امنیتي سرچینې خبري رسنیوته ویلی چې په همدې سیمه کې دملکي خلکوپه موټرباندې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.

دلومړي راپورونو له مخې د کرمې ایجنسۍ د مقبل په سیمه کې د ملکي وګړو په موټر چاودنه شوې چې په ترڅ کې شپږته وژل شوي اویوبل کس ټپي شوی دی.

د سیمې امنیتي چارواکو خبري سرچینو ته ویلي یو موټر چې ۷ تنه پکې سپاره ول او فاتحې ته روان ول په لاره کې د ځای په ځای شوي بم باندې ورسیخ شوي چې له امله یې موټراوسپاره کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بم باندې د موټر د ختلو له امله چاودنه رامنځته شوه په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۶ تنه غړي مړه او یو تن بل ټپي شوی دی. د پیښې د قربانیانو نه درې تنه ښځې دي

سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلې اود پیښې ټپيان روغتون ته انتقال شوی دی.

ددې پېښې پړه چاپه غاړه نه ده اخیست

ې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: