چهارشنبه , اپریل 21 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / کریمیا کې ۱۹ تنه وژل شوي دي

کریمیا کې ۱۹ تنه وژل شوي دي

کریمیا کې پر یوه ښوونځي برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. رسنیو د روسي پولیسو له خولې خبر ورکړی، برید کوونکی چې ۱۸ کلن او د کریمیا په کرچ سیمه کې د یو ښوونځي زده کوونکی و، پر زده کوونکو ډزې کړې او وروسته یې خپل ځا هم وژلی دی. کریمیا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه چې له هغه وروسته په یاده سیمه کې د بیلتون غوښتونکو لخوا ځینې وخت ورته بریدونه کېږي. د راپورونو له مخې په یاده پېښه کې ۵۰ تنه ټپیان شوي، چې د ډېریو یې روغتیایي حالت ښه نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *