جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کلینډا: په افغانستان کې د طالبانو په ګډون ایتلافي حکومت جوړېږي

کلینډا: په افغانستان کې د طالبانو په ګډون ایتلافي حکومت جوړېږي

که د سولې خبرې نتیجه ورکړي نو د طالبانو او اوسني حکومت یو ګډ ایتلافي حکومت جوړېږي. د پنټاګون یوه پخواني چارواکي او اوس له طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو برخه وال کرستوفر کلیندا وايي، له طالبانو سره خبرې روانې دي او دا خبرې ښايي مثبتې پایلې ولري. هغه وایي د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې به ددې سبب شي چې دغه ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني. هغه وايي ټولې خبرې له افغان حکومت سره په پوره همغږۍ مخ ته ځي او د مذاکراتو اصلي لوری به افغان حکومت وي. کلینډا ویلي که د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي، نو د طالبانو او اوسني حکومت یو ګډ حکومت به جوړېږي او دغه حکومت به بیا پرېکړه کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستان و ایستل شي او کنه. هغه همدا راز دې ته هم اشاره کړې چې د طالبانو په دريځ کې بدلون راغلی دی او ددې تمه شته چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *