شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کندز کې یو غیر مسول وسلوال قمندان نیول شوی دی

کندز کې یو غیر مسول وسلوال قمندان نیول شوی دی

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د غیر مسوولو وسله والو یو مهم قوماندان نيول شوی دی. د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ویلي، پرون ناوخته د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یوې غیر مسوولې وسله والې ډلې قوماندان محمد عارف کلته د ولسوالۍ په بازار کې له لنډې نښتې وروسته ونیو. مرادي وویل چې قوماندان کلته د خلکو د ځورونو، وهلو، ټکولو، قتلونو او ګواښونو له امله تر تعقیب لاندې و. د یادونې وړ ده چې د کندز اوسېدونکي له څو کلونو راهیسې د غیر مسوولو وسله والو ډلو له غیر قانوني فعالیتونو او خپل سریو په تنګ شوي دي او په دې اړه یې تل شکایتونه هم کړي دي خو د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د کندز سیمه ییز چارواکو په دې وروستیو کې د دې ولایت په کچه د خپلسرو وسله والو د نېولو عملیات پیل کړي دي. چارواکي وايي چې دا پروسه د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تطبیق په حال کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *