یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / کندهار:افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

کندهار:افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

پر ډېورنډ کرښه د اغزن سيم د غځولو پر سر د افغان سرحدي سرتېرو او پاکستاني پوځيانو تر منځ جګړه پیل شوې ده. یوه امنيتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې کله افغان سرحدي سرتېرو، د سپین بولدک او ښورابک ولسواليو تر منځ سرو څاهانو سيمه کې د پاکستاني پوځيانو له لورې د اغزن سيم غځولو مخنیوی وکړ. تر دې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې پر ډېورنډ کرښه د اغزن سيم غځولو ته به په هیڅ صورت اجازه ور نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *