دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار: د جنرال رازق په سر د مشرانو او بهرنیانو ترمنځ اختلافات روان دي

کندهار: د جنرال رازق په سر د مشرانو او بهرنیانو ترمنځ اختلافات روان دي

د کندهار د نوي امنیه قوماندان پر سر د کندهار د مشرانو، حکومت او بهرنیانو ترمنځ اختلاف دی. د کندهار قومي مشران غواړي، چې د جنرال رازق ورور د هغه ځایناستی شي او په تدریج تغییرات راشي، خو ویل کیږي بهرنیان غواړي د هغه پرځای یوبل مسلکي کس راشي. یوشمېر سرچینو کابل نیوز ته ویلي، چې د کندهار قومي مشران غواړي د جنرال رازق ځایناستی د هغه ورور شي او په تدریج سره تغییرات راشي، خو بهرنیان د هغه له ګومارنې سره مخالف دي او دلته د یوه مسلکي امنیه قوماندان د ګومارلو غوښتنه کوي. د کندهار یو شمېر مشران وايي، جنرال رازق له اڅکزي قبیلې سره، چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه هم پراته دي، تړاو درلود او دده په امنیتي تشکیلاتو کې اکثریت ددې قبیلې وګړي دي او که سملاسي تغییر پکې راځي، په دغه ولایت کې به د جګړې پر ډګر منفي اغیز ولري. ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني هم کندهار ته سفر وکړي، خو د نامعلومو دلایلو له امله دغه سفر ځنډېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: