د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړل.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، د ملکي وګړو پر موټر دغه چاودنه تیره ورځ ناوخته په شاولیکوټ ولسوالۍ کې شوې ده.
دراني وویل، پولیسو د کندهار- ارزګان پر لار د طالبانو له لوري ښخ شوي شپږ ماینونه هم ویستي دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
