چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار ولایت کی ۱۲۰ ښوونځي تړل شوي دي

کندهار ولایت کی ۱۲۰ ښوونځي تړل شوي دي

د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په یاد ولایت کې د ۴۷۰ ښوونځیو له جملې ۱۲۰ یې د امنیتي ستونزو له امله تړلي دي. د یاد ریاست د چارواکو په وینا یاد ښوونځي د کندهار په دریو ولسوالیو ریګستان، غولک او شورابک کې تړلي دي. چارواکي دغه راز زیاتوي، چې په نورو ولسوالیو کې هم تړلي ښوونځي شته خو په یادو دریو ولسوالیو کې هیڅ خلاص ښوونځی وجود نه لري. د کندهار د ښوونې او روزنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي وایي، دوی د روان تعلیمي کال په پیل کې له وسله والو طالبانو سره خبرې کړې وې او هغوی هم ورته په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی و. د ده په وینا هڅه کوي چې له تړلیو ۱۲۰ ښوونځیو څخه ډیری یې بیرته د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي. په ورته وخت کې په یاد ولایت کې ډېری زده کوونکي د ځای او امکاناتو له نه شتونه هم شکایت کوي او له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې دې رسېدګي وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *