شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار ولایت کې د پولیسو لوړ پوړی قمندان وژل شوی دی

کندهار ولایت کې د پولیسو لوړ پوړی قمندان وژل شوی دی

د کندهار امنيتي چارواکو خبر ورکړی دی، چې د پوليسو يو لوړپوړی صاحب منصب نن سهار د بم په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

چارواکي وايي چې پېښه د کندهار ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې د والي دفتر ته پر غځېدلي سړک په حضرت جي بابا سيمه کې رامنځته شوه، چې له امله يې د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون قوماندان سمونوال جانان ووژل شو. چاودنه د مقناطيسي بم په واسطه شوې ده.

جانان د کندهار د امنيه قوماندان عبد الرازق له نږدې کسانو څخه و او د وسله والو مخالفيونو پر ضد يې په ګڼو عملياتو کې ونډه اخيستې وه.

نوموړی له پنځو کلونو راهيسې د سپين بولدک د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون کنډک مشر و.

نورو سرچينو څرګنده کړې چې له سمونوال جانان سره درې تنه نور سرتېري هم وژل شوي دي. د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *