په کندهار کې نن د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره ټاکنې کیږي. له یاد ولایت څخه ۱۱۲ کسانو ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي. د تیرې اونۍ له امنیتي پېښې وروسته چې له امله يې دا منيي قومندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن ووژل شول، په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډول شوې. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا په کندهار کې شااوخوا پینځه لکه اوشپیته زره کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي چې د رایې ورکولو ۱۷۳ مرکزونه ورته جوړ شوي دي. په ورته مهال د ټاکنو کمیسیون مسولان وایي، دغزني ولایت د ټاکنو لپاره هم چمتوالی پیل شوی، خو وایي ښایي د دې ولایت ټاکنې له ولسمشریزو هغو سره یوځای ترسره شي.
