افغان ځواکونو په کندهار کې د پاکستاني عسکرو له لوري د کټارو جوړولو مخنیوی کړی دی. په کندهار کې ځايي خبریالان وايي چې د کندهار امنیه قومندان تېره شپه د هغه پایې ایستلې دي چې پاکستان غوښتل اغزن سیم ورباندې وغځوي. د راپورونو له مخې پاکستاني عسکرو غوښتل د کندهار ولایت د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې اغزن سیم تېر کړي. افغان سرتېرو د پاکستاني عسکرو ددې کار مخنیوی کړی دی. ددې کار په مقابل کې پاکستاني عسکرو افغان ځواکونو د جګړې خبرداری ورکړی، خو افغان سرتېرو یې پروا نه ده کړې او ددوی د کار مخنیوی یې کړی دی. د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق هم امر کړی، چې د پاکستاني عسکرو له لوري جوړې شوې پایې باید ژر تر ژره و ایستل شي. پاکستاني عسکرو په سیمه کې ځايي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د خبرو وړاندیز کړی دی، خو دوی یې وړاندیز نه دی منلی او ویلي یې دي، چې دوی ته به په سیمه کې د اغزن سیم د غځولو اجازه ور نه کړي. پاکستان له څو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم د غځولو چارې پيل کړې دي، چې افغان حکومت غیر قانوني بللې دي او دغه خط یې غیر رسمي او نا منل شوې پوله بللې ده.
