یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار: په ځانمرګي بريد کې پينځه بهرني سرتيري ژوبل شوي دي.

کندهار: په ځانمرګي بريد کې پينځه بهرني سرتيري ژوبل شوي دي.

د افغانستان د جنوبي ولايت کندهار سیمه ییزو چارواکو ویلي نن د دوشنبې په ورځ د رومانيه د بهرنيو ځواکونو په يو کاروان ځانمرګي بريد کې پينځه سرتيري ژوبل شوي دي

د کندهار چارواکو ويلي ځانمرګي د موټربم د لارې نن سهار لس نیمې بجې د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ د ملا عبدالله کلي جومات ته نزدې د رومانیايي عسکرو د ګزمې په موټرو بريد کړی دی.

د کندهارد پولیسو ویاند مرستیال مطیع الله هلاف وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، په دې ځانمرګي بریدکې ۵ تنه رومانيايي عسکر او د لارې پرسره تیردونکي ۹ تنه ځوانان ،ښځې او ماشومان او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

هلال ادعا کړې، په دې بریدکې چې دکلي جومات ته نزدې ترسره شوی په جومات کې په دیني زده کړو بوخت۱۱ تنه ماشومان وژل شوي دي.

د کندهار د پولیسو مرستیال ویاند وویل “د رومانیايی عسکرو د ګزمې پوځي موټرران چې د دامان ولسوالۍ ملاعبدالله کلي څخه د تیریدو په حال کې وو، په موټر کې ناست یوتن ځانمرګي بریدګرد رومانیايي پوځیانو موټرو ته نزدې خپل موټرته چاودنه ورکړه چې له امله یې ۵ رومانیايي عسکر،دوه پولیس ۹ تنه ښځې ماشومان او ځوانان چې په لار روان و ټپیان شوي دي او په جومات کې په دیني زده کړو بوخت ۱۱ ماشومان وژل شوي دي”.

د پیښې مسولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

بل لور ته د هېواد په ختيځ کې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د دوه پرله پسې چاودنو له کبله یو تن وژل شوی او د یو پولیس په ګډون څلورتنه ټپیان شوي دي.

دا پیښه نن سهارشاخوا اته بجې د بهسودو ولسوالۍ په شهراه څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي په دې چاودنو کې یو امنیتي سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي، چې په ټپيانو کې يو پولیس او درې ولسي وګړي دي.

ننګرهار او کندهار کې دا بريدونه او چاؤدنې په داسې حال کې شوي چې همدا نن سهار په کابل کې د داعش ډلې دوه پرله پسې ځانمرګي برید کړي چې پکې دافغان چارواکو په ویناد اته ؤ تنو خبریالانو او عکاسانو په ګډون ۲۸ تنه وژل شوي او له ۴۵ زیات نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *