جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار په چاودنه کې ۱۶تنه وژل شوې، ۳۸نور ټپیان دي

کندهار په چاودنه کې ۱۶تنه وژل شوې، ۳۸نور ټپیان دي

نن د سې شنبې په ورځ د کندهار ښار په حضرت جي بابا سیمه کې هغه مهال چاودنه وشوه کله چې د ملي امنیت منسوبینو په یوه سرای کې د بم شنډولو هڅه کوله، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار والي ویاند محمد داود احمدي رسنیو ته ویلي چې نن له غرمې مخکې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې په یوه سرای کې امنیتي ځواکونو د چاودېدونکو توکو ډک کانټینرونه کشف کړل او غوښتل یې چې شنډ یې کړي خو هغه وچاودېدل او له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.
نوموړي ویلي چې ددغې پيښې اکثره قربانیان ملکیان دي.

د کندهار د ملي امنیت ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ورته معلومات ورکړي دي او ویلي يې دي چې ددوی ریاست منسوبینو موټر کشف کړی وو او غوښتل یې چې چاودېدونکي توکي يې شنډ کړي خو هغه پر وچاودېدل.

په خبرپاڼه کې دغه موټر طالبانو ته منسوب شوی او ادعا شوې چې هغوی غوښتل د اختر په ورځو کې کار ځیني واخلي، خو دوی کشف کړ او د شنډولو پر مهال یې چاودنه وکړه.

د ملي امنیت چاوراکو دا نه دي ویلي چې د بم شنډولو پر مهال په سیمه کې ملکي خلکو څه کول او یا ولي يې د بم شنډولو تر مخه سیمه له ملکیانو او امنیتي منسوبینو څخه نه پاکول.

د کندهار د میرویس روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي چې دوی ته د ملي امنیت د منسوبینو په ګډون د ۱۶ تنو جسدونه ور وړل شوي او ۳۸ تنه ټپيان دي.

2 تبصرې

  1. buy viagra online usa viagra coupon no prescription viagra

  2. cheap viagra online buy generic viagra online cheap viagra

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: