دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار پولیس په تش جیب د دريو میاشتو راهېسي وظیفه تر سره کوي

کندهار پولیس په تش جیب د دريو میاشتو راهېسي وظیفه تر سره کوي

له تېرو دریو میاشتو راپه دې خوا د کندهار یو شمېر پولیسو ته معاشونه نه دي ورکړل شي. یو شمیر سرچینې وایي، د پولیسو معاشونه د حکومت او جنرال رازق ترمینځ د اختلافاتو له امله ځنډول شوي دي، خو کورنیو چارو وزارت وایې یوازې د عامه نظم پولیسو معاشونه چې په دې وروستیو کې ملي دفاع وزارت کې مدغم شوي، نه دي ورکړل شوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې ستونزه به ډېر ژر حل شي او د پاتې پوليسو معاشونه به هم ورکړل شي. د ولسي جرګې غړي هم یاده ستونزه تاییدوي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي. دوی له حکومت څخه غواړي چې د پولیسو معاشونه پر خپل وخت ورکړي او د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي. یوازې کندهار نه بلکې ډېر کله د هېواد له نورو ولایتونو هم د نظامي او ملکي برخې د کارکوونکو د معاشونو ځنډ خبر ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: