چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار ښار کې هدفي او غلچکي بریدونه ډېر شوي دي

کندهار ښار کې هدفي او غلچکي بریدونه ډېر شوي دي

د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په اوسط ډول هره ورځ له دوو څخه تر دریو غلچکي او هدفي بریدونه تر سره کېږي چې تر ډېره پکښې د امنيتي ادارو پورې اړوند کسان او پولیس سرتېري په نښه کېږي.

په کندهار ښار کې دننه د امنیت او په ځانګړې توګه د هدفي وژنو او غلچکي بریدونو د مخنيوي لپاره پر هغو لارو د امنيتي ځواکونو څار ډېر وي چې ولسوالۍ او یا هم ګاونډي ولایتونه له کندهار ښار سره نښلوي.

له موټر سایکلونو څخه ګټه اخیستنه د کندهار ښار او ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره تر ټولو ښه او اسانه ترانسپورټي اسانتیا ده.

خو داسي معلومېږي چې پولیس د غلچکي او هدفي وژنو په برخه کې د موټرو په پرتله پر هغو کسانو ډېر شک کوي چې پر موټرسایکلونو تګ راتګ کوي.

په تېرو پنځلسو کلونو کي په کندهار کې په سلګونه پولیس د ملي امنیت سرتېري ،قومي مشران او د موسساتو کارکوونکي په هدفي وژنو کي وژل شوي.

حمله کوونکي له موټر سایکلونو څخه په استفادې هدفي وژني کوي او په ډېره اساني له سیمې تښتي.

د امنيتي ارګانونو د معلوماتو له مخې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په کندهار ښار کې په اوسط ډول له دوو څخه تر دریو غلچکي بریدونه او هدفي وژنې تر سره کېږي، چې تر ډېره پکښې په امنيتي ادارو پورې اړوند کسان او پولیس په نښه کېږي.

د کندهار ښار د نهمې حوزې د پولیسو امر حاجي محمد معروفي وايي چي ددغه ډول پېښو یو شمېر عاملین نیول شوي دي:

“غلچکي بریدونه خامخا کېږي ځکه چې دښمن د ملکي خلکو په جامه کې دی او پېژندل یې ګران دي، خو موږ تر پېښې مخکي او تر پېښې وروسته عاملین نیولي دي.”

د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله شېردلی د هدفي وژنو ډېرېدل په جګړه کې د پولیسو د ډېرې بوختیا له امله ګڼي:

“په ټولو ولسوالیو او کلیو کي جنګونه دي پولیس هلته مصروف دي که داغه پولیس ښار ته ورخلاص وای فکر نه کوم چې بیا دي د ترور پېښې رامنځته سوي وای لکه څنګه چې د پولیسو دنده د نظم ساتل دي خو دوی اوس په اول خط کې جنګېږي.”

په عین وخت کې د کندهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي د هدفي او غلچکي بریدونو د مخنيوي په موخه د نویو امنيتي او استخباراتي پلانونو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې عام خلک کولای شي د دغه ډول پېښو په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي.

کندهار ښار ته د ولسوالیو او کاونډیو ولایتونو ټولې ننوتلې لارې د امنیتي ځواکونو تر کلکې څارنې لاندې وي.

خو په کندهار ښار کې د غلچکي او هدفي بریدونو دوام او وسلو ته لاسرسی لا هم هغه سوالونه دي چې خلکو ته يې د یوې معما بڼه غوره کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *