جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کندهار ښار یوې لویې چاودنې ولړزاوه

کندهار ښار یوې لویې چاودنې ولړزاوه

د کندهار ښار حضرت جي بابا چوک ته نیژدې لویه چاودنه شوې چې له امله یې تر اوسه د تلفاتو معلومات نه دي خپاره شوي.ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د یوه موټر په واسطه را منځته شوي، کوم چې امنیتي ځواکونو نیولی وو او چاودېدونکو توکو د خنثی کولو پر مهال چاودنه شوې.د کندهار امنیتي ادارو ته نیژدې خبریال صدیق الله افغان ویلي چې چاودنه د کندهار ښهار د څوارلسمي حوزې د کنډوالي په سرای کې شوې چې له امله یې ۲۵ تنه ټپيان او دوه تنه وژل شوي دي.نوموړي ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو په دغه سرای کې د موټر بم د شنډولو هڅه کوله چې باندي وچاودېد.په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو پاڼو کې نشر شوي، چاودنه خورا لویه ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: