په سوېل کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې نن سهار پیل شول او په بېلا بېلو مرکزونو کې یې رایه اچونه دوام لري.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره تر ۵۰۰ سوه زره زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
چارواکي زیاتوي، چې په دغه ولایت کې به ۱۷۳ مرکزونه د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستې وي.
د راپورونو له مخې، له کندهار ولایت څخه ۱۰۹ کسان د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ځانونه نوماند کړي چې ۹۶ یې نارینه او ۱۳ یې مېرمنې دي.
ټاکل شوې وه چې په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه نیټه ترسره شي، خو د کندهار د خونړی پېښې له امله یې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اوونی لپاره وځنډول شو.
په دغه برید کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس جنرال عبدالمومین حسین خیل خپل ژوند له لاسه ورکړ.