پر فرضي کرښه یو ځل بیا د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته پیل شوې ده. د کندهار په سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو کې نښتې دا نښتې وروسته تر هغه پیل شوې، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په یادو ولسوالیو کې د ډیورنډ پر کرښه اغزن سیم او کټارې نصب کړي. یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، جګړه اوس هم دوام لري خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
