سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کندوز هوايي برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز هوايي برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

برید په دشت ارچي ولسوالۍ کې شوی

رپوټونه وايي، د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر یوه مدرسه د بمبار پر مهال د وسلوالو طالبانو سربېره ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

که څه هم پوره مرګ ژوبله نه ده معلومه، خو د کندوز مرکزي روغتون وايي ۵۱ ټپیان ور وړل شوي و چې هغو کې درې مړه شوي دي.

لیدلي کتلي وايي، چورلکو په یوه دیني مدرسه کې د پګړۍ یا دستاربندۍ غوڼده په نښه کړه.

یو عیني شاهد محمد اسحاف رانس خبري اژانس ته ویلي، کله چې نږدې دوولس بجې الوتکې راغلې ماشومانو چغې کړې چې بمبار کوي:

خو لویانو ویل، غلي شئ، هیڅ خبره نشته، خو وروسته ناڅاپه بمبار وشو.

هغه وايي، په دې مراسمو کې وسلوال طالبان او ولسي وګړو وو.

یوه بل شاهد سیف الرحمان- چې کندوز ښار ته د پېښې ټپیان لېږدولي- بي بي سي ته وویل:

“اول برید کې یې دستاربندۍ ته ناست ماشومان وویشتل، دویم برید کې یې پر دريځ برید وکړ. وروسته خلک ښوونځي ته وتښتېدل په هغه یې هم برید وکړ. نور خلک باغونو او اوبو ته وتښتېدل”.

محلي پولیسو هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا ځواکونه وايي برید داسې مهال وشو چې د کوټې شورا یو استازی دغه سیمه کې و.

دوی زیاتوي، په دغه برید کې د وسلوالو طالبانو لس تنه مهم غړي وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، د برید په سیمه کې یو شمېر طالبانو راټول شوي وو او پر افغان ځواکونو یې د بریدونو لپاره پلان جوړاوه.

نوموړی زیاتوي چې د اسختباراتي ادارو په مرسته یې دا هدف مالوم کړ او وروسته پرې افغان هوایي پوځ برید وکړ، چې په پایله کې یې شل تنه طالبان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

خو د کندز د ۲۰۰ بستریز مرکزي روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، دوی ته د پېښې ګڼ شمېر قربانیان ور وړل شوي چې ډېری یې د مدرسې زدکوونکي او عادي ولسي وګړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

بل خوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم بي بي سي ته وویل، په دې برید کې یوازې د مدرسې هغه طالبان او عادي خلک وژل شوي چې د دستار بندۍ غونډه کې راټول شوي وو.

وسلوال طالبان څه وايي؟

د کندوز امنیې قومندان عبدالحمید حمیدي دا پېښه تائید کړه، خو ویې نه ویل چې طالبان په کومه موخه سره راټول شوي وو.

خو په کندز کې د افغان پوځ د پامیر د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي بي بي سي ته وویل، طالبانو دغلته پوځي مانورونه کول چې تر برید لاندې راغلل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، د دوی وسله وال اصلاً اجازه نه لري چې په دا ډول غونډو کې ګډون وکړي، او ځکه یې هلته د غړو د وژل کېدو ادعاوې ناسمې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې برید د دشت ارچې ولسوالۍ د دفتاڼۍ په نامه سیمه کې د هاشمیه په نامه پر یوې مدرسې شوی.

د هغه په خبره، په مدرسو تل داسې بریدونه شوي دي.

نوموړي دا خبره هم وکړه چې په دې برید کې ۱۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دشت ارچي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د پېښې یو عیني شاهد سیف الرحمن هم بي بي سي ته وویل، په برید کې د مدرسې هغه زده کوونکي په نښه شوي چې د دستار بندۍ غونډه کې راټول شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، په سیمه کې وسله وال طالبان شته او امکان لري چې ځیني غړي به یې په دې مراسمو کې هم شامل وو، خو وژل شوي او ټپیان وسلوال کسان نه، بلکې عادي ولسي وګړي دي.

امریکايي ځواکونه څه وايي
د ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې افغانستان هوايي بریدونه هم ډېر شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځ،اکونو یو ویاند وايي،چې د دوشنبې ورځې په دغه برید کې دوی ښکېل نه دي.

تېر اګسټ د افغان او سوېلي اسیا لپاره د ډونلډ ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان وروسته د افغان او امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه پاموړ زیات شوي دي.

د دې بریدونو په زیاتېدلو سره ملګري ملتونه وايي، چې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

دې ادارې د ۲۰۱۷ کال رپوټ کې وویل، چې ۶۳۱ ولسي وګړي د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

دا مرګ ژوبله د ۲۰۱۶ کال پرتله اوه سلنه ډېره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: