دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کندوز ولایت د طالبانو او امنیتي ځواکونو د خونړیو نښتو لاندې

کندوز ولایت د طالبانو او امنیتي ځواکونو د خونړیو نښتو لاندې

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه د کندوز ولایت د دشتې ارچې ولسوالۍ په بازار سیمه کې وسلوالو طالبانو دملي اردو او محلي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې دمحلي سرچینو دمعلوماتو پراساس د وسلوالو طالبانو ۷ تنه وژل شوي او ۵ نور يې ټپيان دي.

د ولایت مقام په وینا، همداراز په دغه نښته کې دوه د پوځ سرتیري او دوه محلي پولیس شهیدان شوي او دوه سرتیري او دوه پولیس نور ټپيان دي.چې روغتیايي حالت يې ښه دی .

د یادونې وړ ده چې له اوربندوروسته دا لومړۍ ځل دی چې وسلوال طالبان او افغان امنیتي ځواکونه یو د بل سره مخامخ کیږي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو د یکشنبې په شپه د یو بیان په نشرولو سره وویل چې له حکومت سره درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی او د یاد ډلې وسله والو به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *