چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / اقتصاد / کندوز کې د قالین اوبدلو ښارګوټی جوړېږي

کندوز کې د قالین اوبدلو ښارګوټی جوړېږي

د کندز ځايي چارواکي په دغه ولايت کې د قالین اوبدلو د يوه ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکوي. دا ښارګوټی چې د ځینو برخو جوړول یې د ۴۶ میلیونو افغانیو په ارزښت پيل شوي، د قالین اوبدلو لویې او کوچنۍ فابریکې لري. د کندز ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دا ښارګوټی به شل د استوګنې پنځه پوړه بلاکونه ولري او هر بلاک به دېرش اپارتمانه لري. د ښار جوړوونې وزارت د کندز والي ته ډاډ ورکړی چې ددغه ښارګوټي جوړولو کار به پرته له ځنډه تعقیب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *