دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کنړ ولایت کې ٥٤ داعش وسله والو او ١٩ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کنړ ولایت کې ٥٤ داعش وسله والو او ١٩ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دکونړولایت ځايي امنیتي چارواکویوې سرچینې ته ویلي چې دهمدې ولایت د داعش سره په شوې جګړه کې دواړوغاړوته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې اړه د کونړ ولايت امنيه قومانداني وياند فريد دهقان دیوې خبري سرچینې سره دخبروپه مهال ویلي چې د څوکۍ ولسوالۍ په جګړه کې ٥٤ داعش وسله والو او ١٩ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده هغه وايي چې په دغو نښتو کې ٢٢ داعش وسله وال وژل شوي او ٣٢ نور يې ټپيان دي د هغه په وينا، دغه راز په جګړه کې څلور سيمه ييز پوليس هم وژل شوي ، ١٥ سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي ټپيان شوي دي.

۳ ورځې مخکې لسګونو داعش وسله والو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د ديوه ګل سيمې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل په دغو پوستو کې سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي مېشت دي.

امنیتي چارواکي وايي چې یادې سيمې ته نور ځواکونه رسېدلي،اوس جګړه پاى ته رسېدلې او ځواکونه پر چاڼيزو عمليات بوخت د ي.

که څه هم د امنيه قوماندانۍ وياند وايي چې په دغه جګړه کې د سيمې اوسېدونکو ته زيان نه دى اوښتى، خو د جګړې له امله ګڼ شمېر د سيمې اوسېدونکي بې ځايه شوي دي.

خوداعش ډلې  په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *