جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي نو دغه هېواد به د امریکا لپاره خطرناک تمام شي

که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي نو دغه هېواد به د امریکا لپاره خطرناک تمام شي

امریکايي سناتوران وايي، هڅه کوي ټرمپ ته قناعت ورکړي چې خپل ځواکونه له افغانستان و نه باسي. امریکايي سناتور لیندسي ګراهام ویلي، دی به هڅه وکړي د مک کین تر مړینې وروسته د امریکا د ملي ګټو لپاره مبارزه وکړي. هغه ویلي په سنا کې به هڅه وکړي، څو استازي په دې قانع کړي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي نو دغه هېواد به د امریکا لپاره خطرناک تمام شي. دده په وینا ټرمپ ته په کار ده، چې د یوې مشخصې تګلارې له مخې د اوږده مهال لپاره خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتي او دی به له نورو سناتورانو سره په ګډه دا مسئله پر ټرمپ ومني. دده په خبره امریکا ته په کار نه ده، چې خپل سرتېري له افغانستان وباسي ځکه دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي. دغه امریکايي سناتور داسې مهال یادې څرګندونې کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل خبرونه خپرېږي. د طالبان مهم شرط له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتل دي، خو دا چې امریکا به د طالبانو دغه غوښتنه ومني کنه په اړه یې وړاندوینه سخته خبره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *