پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي پایله یي سوله که کورنۍ جګړه؟

که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي پایله یي سوله که کورنۍ جګړه؟

که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي نو دغه هېواد به یو ځل بیا د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي. واشنګټن پوسټ د امریکايي لیکوال ریچارډ کوهن د یوې مقالې په اړه لیکلي، چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، نو افغان حکومت به له سقوط سره مخ شي او په دغه هېواد کې به کورنۍ جګړه پیل شي. د ورځپاڼې په خبره په افغانستان کې دغه تجربه په ۱۹۹۰ کال کې تکرار شوې ده او بریالۍ نه وه. ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې ډلې او قومي جوړښتونه هڅه کوي ځان واک ته ورسوي نو له همدې امله به په کورنیو جګړو لاس پورې کړي. ریچارډ کوهن تر دې وړاندې په یوه مقاله کې لیکلي وو، چې امریکايي ځواکونه دې ژر تر ژره له افغانستان ووځي او دغه هېواد دې پخپله حالت پرېږدي. دده په خبره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په افغانستان کې وه او دا جګړه د امریکا لپاره هېڅ لاس ته راوړنه نه لري. هغه د امریکايي ځواکونو وتل د جګړې د پای ته رسېدو تر ټولو ګټوره لار بللې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: