جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / عربي نړۍ / که اړتیا وه موږ هم اتومي بم جوړوو،محمد بن سلمان

که اړتیا وه موږ هم اتومي بم جوړوو،محمد بن سلمان

د ریاض او تهران تر منځ اړیکي نوري هم پر سړېدو دي. د سعودي عربستان ولیعهد ویلي دي که چیري ایران خپل اتومي پروګرام د پوځي موخو له پاره استعمال کړي، نو دوی به هم اتومي بم جوړ کړي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، تهران ته سخت ګواښونه کړي دي: «سعودي عربستان نه غواړي کوم اتومي بم ولري، خو په دې کې هیڅ شک نه شته چې که چیرې ایران یو اتومي بم جوړوي، نو موږ به هم څومره ژر چې امکان ولري دغه کار وکړو.»

خبري آژانسونو دغه خبرې له هغې مرکې څخه راخیستي دي چې دي محمد بن سلمان له امریکایي تلویزوني چینل سي بي اس، سره کړې ده او په پام کې ده چې بشپړه مرکه ژر خپره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: