یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / که طالبان سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي، په راتلونکي کال کې به مذاکرات پیل شي

که طالبان سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي، په راتلونکي کال کې به مذاکرات پیل شي

د قطر دفتر د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شو.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، چې دغه شورا د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته د وسله‌والو طالبانو د ځواب په تمه ده او په دې برخه کې د دغې ډلې دریځ به په قطر کې د طالبانو د دفتر برخلیک روښانه کړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، که طالبان د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي، په راتلونکي کال کې به د دواړو خواو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شي.

ښاغلي خپلواک وویل “موږ د طالبانو د تحریک د مستقیم ځواب په تمه یو، که مذاکراتو ته چمتو وو، څه ژمنې چې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت کړې دي، لکه هر ډول امکانات او اسانتیاوې چې د مذاکراتو لپاره مهم دي، ورته چمتوالی لرو. که مذاکراتو او سولې ته تیار نه وو، بیا د دغې ډلې لپاره چې الهي امر نه مني، د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت په برنامو او ملت کې د هیڅ ډول دفتر او امکاناتو ځای نشته”.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس زیاته کړه، چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه وسله‌والو طالبانو په لویه کچه خبرې پیل کړې دي.

د اندونیزیا درې‌اړخیزه غونډه

ټاکل شوې چې د اندونیزیا په پلازمینې جاکرتا کې، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د عالمانو له خوا د سولې درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک وویل، چې اندونیزیا د دینې عالمانو د درې اړخیزې غونډې کوربتوب کوي او پاکستاني عالمانو ته یې په کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

ښاغلي خپلواک وویل، په دغې غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستاني عالمانو له ځواب وروسته به د کنفرانس کره نیټه څرګنده شي.

هغه له طالبانو څخه هم وغوښتل چې د اندونیزیا غونډې ته خپل دیني عالمان واستوي “موږ امید لرو چې طالبان دا جرأت وکړي او د خپلو دیني عالمانو هیأت واستوي او زموږ له عالمانو او د نړۍ له عالمانو سره په بحث کې دغه جګړه چې دوی یې جهاد بولي، په اثبات ورسوي”.

ښاغلي خپلواک دغه راز وویل، چې د افغانستان د سولې په تړاو به د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې هم، د روان عیسوي کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې یوه غونډه جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: