جمعه , دسمبر 4 2020
کور / روغتيا / که غواړئ د مخ ګونځې مو هوارې شي، نو په مخ د املوکو اوبه وموښئ

که غواړئ د مخ ګونځې مو هوارې شي، نو په مخ د املوکو اوبه وموښئ

ډاکټر شفیق الله مرکی

د ځوان، تازه او ښکلي پوستکي لرلو لپاره نن درسره یوه بله لاره چاره شریکوو. سره املوک ټول پېژنئ او په مني موسم کې په بازار کې پریمانه پیدا کېږي، خو که د درملو په توګه یې استفاده کول غواړئ نو لږ په لوړ قیمت یې همدا اوس هم په بازار کې موندلی شئ.

ددې لپاره چې د مخ ګونځې مو هوارې شي، نو په مخ د املوکو ماسک ووهئ، خو چې سترګې ترې وساتئ. ترسره شوې تجربې ښیي، چې د مخ د ګونځو په کمولو کې دغه ماسک اغېزمنه برخه لري. همدا ډول د هغوی په مخ چې دانې وي، نو د املوکو ماسک یې په کمولو کې پوره، پوره برخه لري.
ډاکتران وایي، په مخ د املوکو د ماسک کارولو پرمهال د املوکو اوبه د پوستکي عمق ته ځان رسوي او له ریښو د پوستکي د ځوانۍ، تازه ګۍ او روغتیا په چاره پیل کوي.
اوس باید پوه شئ چې څه ډول د املوکو ماسک جوړ کړئ؟ یو دانه املوک به له ماشین څخه وباسئ او د یوې هګۍ زیړ به ورسره ګډ کړئ، د یو لیمو اوبه هم پکې ور ګډې کړئ، ترلاسه شوی مخلوط د شلو دقیقو لپاره په مخ ووهئ. وروسته یې په شیرګرمو اوبو ووینځئ. تر څو ځل دغه کار وروسته به مو حتمي د پوستکي په حالت کې مثبت تغیر احساس کړئ.
ډاکتران وایي، که په دوامداره ډول تر هغو دا کار وکړئ چې ستونزه مو نه وي هواره شوې، نو ډاډه اوسئ چې پدې کار سره به ان د خپل عمر د لسو کلونو پخواني حالت ته واوړئ او ځوان به ښکاره شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: