سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / که پاکستان لارې خوشې نکړي افغانستان په صادرات بندوي

که پاکستان لارې خوشې نکړي افغانستان په صادرات بندوي

د تورخم او سپین بولدک دروازو د پرانیستلو پر سر له پاکستاني اړخ سره خبرې روانې دي. د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی د دې مطلب په څرګندولو سره وویل چې، له تېرې یوې میاشتې راپه دېخوا پاکستان د افغان صادارتو پر وړاندې خپلې دروازې تړلي او همدا اوس د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې سلګونه کانټېنرونه چې وچه او تازه مېوه او پنبه په کې بار دي ولاړې دي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی وایي که له پاکستان سره خبرو کې پایلې ته ونه رسېدو نو دې هېواد ته به خپل صادارت په ټولیز ډول بند کړو. هغه له افغان حکومته وغوښتل چې د پاکستان په وړاندې باید په با المثل عمل لاس پورې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: