پاکستان کې د موسمياتو د محکمې چارواکو ويلي په رېکټر اسکېل د زلزلې زور ۵.۵ ؤ. په سمدستي ډول د زلزلې له امله د زيان اوړېدو کومه پېښه نه ده رپوټ شوې.
يو چارواکي عارف الله خان ويلي د زلزلې مرکز د خېبرپښتونخوا د جنوبي ښار بنو نه شمالي پله نزدې ۲۰ کلومېټره لرې په ځمکه کې ژور ۱۲ کلوميټره ؤ.
زلزله نن د شورو، چهارشنبې په ورځ سهار خواؤ شا اته نيمې بجې شوې ده.
زلزلې خلک ويرولي، خلک د دفترونو او کورنو څخه بهر تښتېدلي او ماشومان د سکولونو نه وتلي دي.
د زلزلې جړقونه تر ميران شاه، پېښور، سوات، چترال، اېبټ اباد، هزارې او اسلام اباده پورې محسوس کړی شوي دي.