جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / کوزه پښتونخواه کې مهم چیک پوسټونه پولیسو ته سپارل شوې دې

کوزه پښتونخواه کې مهم چیک پوسټونه پولیسو ته سپارل شوې دې

دخیبر پښتونخوا صوبې په سرښار پېښور کې دپوځ دوه مهم چیک پوسټونه پولیسو ته سپارل شوي اؤ دګورنر د ماڼۍ مخې ته ودرؤل شوی دیوال هم ړنګ کړل شویدی.

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار دیوځایي وکیل یا قانوندان ښاغلي محمد خورشید په خواست په نهمه مئ امر کړی ؤ چې دپېښور په ګډون دې ټولې صوبې نه په سمدستي ډول چیک پوسټونه ختم کړل شي چې دهغې وروسته پېښور نه دچیک پوسټونو ختمولو لړۍ کې چټکتیالیدل شوې.

تر دې د مخه دغه وکیل محکمې ته پخپل درخواست کې ویلي وؤ چې د پېښور ټولې مهمې لارې پوځیانو دچیک پوسټونو په نوم تړلي اؤ حتی په سړکونو یې پاخه پاخه دیوالونه جوړکړي چې له دې امله په پېښور کې دخلکو ګرځیدل ګران شويدي.

خو د محکمې له امر وورسته اوس د صوبایي اسمبلۍ ترڅنګ اؤ د ګورا قبرستان پوځي چیک پوسټونه پولیسو ته سپارل شوي اؤ د ګورنر د ماڼۍ اؤ سول سیکرټریټ مخې ته په سړکونو جوړ پاخه دیوالونه هم ړنګ کړل شوي دي.

دپیښور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي جاوید اقبال ددغو چیک پوسټونو پولیسو ته د سپارل کیدو په موقعه په پولیسو غږ کړی دی چې ولس سره باید چیک پوسټونوداخلاقو اؤ تهذیب نه ډکه رویه خپله کړي.

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په نوم یو اولسي تحریک په پوځ تورونه لګولي چې په چیک پوسټونو د ولسسره بده وضعه کوي اؤ په ګرد هیواد کې یې د چیک پوسټونوسول انتظامیې ته د سپارلو غوښتنې کړې وې.

په پېښور کې د اتوؤ بیلابیلو مقاماتو پاټکونه هم لرې کړل شوي اؤ امنیتي چارواکي دعوه کوي چې په دې وروستیو کېد صوبې د۱۱ ضلعو څخه ۱۰۱ امنیتي چیک پوسټونه ختم کړلشوی دي.

چارواکي وایي دا مهال په پېښور کې ټول ۳۴ چیک پوسټونه دي چې زیاتره پکې د پولیسو په واک کې دي.

دپېښور ترڅنک د مردان شیرګړهـ تاڼې د حد نه د شګو ناکه ختمه کړل شوې ، په نوښار کې څلور چارسده کې ۱۰،سواتکې ۱۰،بونیر کې اووه،چترال کې ۱۰،هنګو کې ۱۵ اؤ دهزارېبټګرام کې دوه چیک پوستونه ختم کړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: