کوزه پښتونخوا دیر سیمه کې د یو وسلوال برید په ترڅ کې د امن کميټي مشر په ګډون د یادې سیمې د پولیسو مشر “ایس ایچ او”هم وژل شوی دی
ټرایبل نیوز د سرچینې د مالوماتو له مخې د دیر په سوري پاؤ لاموتۍ سیمه کې پخوانی ناظم او د امن کمیټۍ فعال غړی سرفراز د یو هدفي برید په ترڅ کې ووژل شو بلخوا د پیښې ځای ته د تلونکي ایس ایچ او منیر موټر هم د یو ماین چاودنه کې تخریب شو چې په پایله کې یې یاد ایس ایچ او د خپل موټروان سرہ مړ او دوہ نور ساتونکي یې ژوبل شو.
يادونې وړ ده یاد وژل شوي چارواکې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو په وژنو او نیولو کې ککړ وو
پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني رسنیو ته په یو استول شوی خبر پاڼه کې د یادو بریدونو پړه منلې او ادعا یي کړي چی یاده وژنه د نیول شوو او نیول شو طالبانو غچ دی