دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کوفي:راتلونکي اوونۍ د پارلمان تالار کې ځان ته اور اچوم

کوفي:راتلونکي اوونۍ د پارلمان تالار کې ځان ته اور اچوم

د ولسي جرګې غړې او راتلونکو ټاکنو ته نومانده مریم کوفي وایي، که د ټاکنو له لیسته یې د نوم د لرې کېدو موضوع ونه څېړل شي راتلونکې اوونۍ به د پارلمان په تالار کې ځان ته اور واچوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځکه د نوموړې نوم د ولسي جرګې د نوماندانو له لیسته لرې کړی، چې وایي دا غیر مسؤل وسله وال لري. خو نوموړې بیا د ټاکنو کمیسیون یاده ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې که کمیسیون په دې اړه سند او شواهد وړاندې نه کړي نو راتلونکې اوونۍ به د ولسي جرګې په تالار کې ځان ته اور واچوي. کوفي دغه راز ویلي، چې که د ټاکنو کمیسیون د خپلې ادعا په اړه کوم سند لري وړاندې يې دې کړې، دا چمتو ده چې د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي او کنه نو یاد کمیسیون باید خپله خبره بېرته واخلي او بخښنه وغواړي. هغې ویلي چې که د کورنۍ کوم غړی یې مجرم وي نو د هغه خپل جرم دی په دې پورې اړه نه لري. نوموړې یادې څرګندونې داسې مهال کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو ټاکنو ته تر میاشت کم وخت پاتې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *