جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ: د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي

کونړ: د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي

د کونړ غازي اباد ولسوالۍ کې د عملیاتو په مهال پنځه طالبان وژل شوي دي.
کونړ کې د دویمې پلې لیوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وايي، هوايي برید د غازي اباد ولسوالۍ شال سیمه کې شوی دی.
ساپی وايي، عملیاتو کې افغان کومانډو ځواکونه هم برخه لري.
په هوایي برید له ۱۴ زیات وسله وال وژلي.
میرویس ساپی وایي، عملیات یې لا هم روان دي، او داسمار او غازي اباد ولسوالۍ ترمنځ دغزیدلې لارې د امن کولو په هڅه کې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *