تیره ورځ د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ځان وژونکی برید تر سره شوی دی ځايې چارواکي وایې، د بابړو پله ترڅيرمه په سیمه ایزو پولیسو پر قرارګاه ځانمرګې برید شوی، چې په پایله کې لس تنه محلي پولیس وژل شوي دي
په یاد برید کې د کونړ ولایت د څوکي ولسوالۍ دسیمیزو پولیسو په قرارګاه ځانمرګي برید کې شاوخوا لس تنه وژل شوي دي د کونړ ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي چې د برید په ترڅ کې د قرارګاه کمندان اعظیم ګل او ورسره ځوي،ډریور او یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
د یاد برید پړه داعش وسله والې ډلې رسنیو ته په یو استول شوي خبر پاڼه کې منلې ده