دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ ولایت کې د هاوان مرمۍ ماشومان ټپیان کړي دي

کونړ ولایت کې د هاوان مرمۍ ماشومان ټپیان کړي دي

د کونړ په مرکز اسعداباد کې پر یوه کور د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې مازیګر مهال وسله والو طالبانو د اسعداباد په یارګل سیمه د هاوان دوه مرمۍ را ویشتلې وې چې یوه یې په یوه کور لګېدلې او دوه نجونې او یو هلک یې ټپیان کړي دي.

د دهقان په خبره ټپیان روغتون ته رسول شوي او ډاکټرانو یې حالت ښه ښودلی دی.

وسله والو طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *