شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / کوټه کې افغان کډوال د ترهګرو په نوم پاکستان د ملېشه ځواک لخوا نیول کیږي

کوټه کې افغان کډوال د ترهګرو په نوم پاکستان د ملېشه ځواک لخوا نیول کیږي

پاکستاني پوځیانو په بلوچستان ولایت کې لږ تر لږه اته تنه افغان وګړي د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان پوځ اړوند ملېشې ځواکونو په بلوچستان کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ کسان د ۸ غیر قانوني افغان کډوال په نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې او د استخباراتي معلوماتو پر اساس نیول شوي خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې پاکستان پوځ ادعا کوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې د راکټ اندازو په ګډون د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، د پاکستان په بلوچستان او له افغاستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ترهګرو پر ضد پوځې عملیات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک طالبان ملا فصل الله ګروپ  کابو یوه اوونی مخکې د بلوچستان په کوټه ښار کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ځانمرګي برید ترسره کړل چې به ترڅ کې لږ تر لږه اته کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: