پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / کوټه کې سر تېري برید پاکستان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

کوټه کې سر تېري برید پاکستان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

په کوټه کې د ملېشه ځواکونو او لېویز پولیسو یوه کېمپ ته نیژدې چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې تر اوسه د ۴ سرتېرو د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دا په یوه ورځ کې پر امنیتي سرتېرو دویم برید دی.

پولیس چارواکي وایي امنیتي ځواکونو د کوټې په نوسار سیمه کې د پلټنې عملیات کول، چې ناخبره چاودنه ورباندې وشوه او ګڼ شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

پولیس وایي دا ځانمرګی برید وو خو ویې نه ویل چې د برید په وخت په کېمپ کې څومره سرتېري موجود وو.

په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان کسان سمدستي د ښار دولتي روغتونونو ته وړل شوي، چې بیړنی حالت پکې اعلان شوی دی.

د چاودنې ذمه پاکستانۍ طالبانو ملا فضل الله وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې، خو په دې وروستیو کې چې په بلوچستان کې پر پولیسو او ملېشه ځواکونو کوم وسلوال بریدونه شوي دي، ذمه یې اکثر جماعت الاحرار ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د یادونې وړه ده نن د ورځې هم د کوټې پر سمنګلي سړک د یوه پولیس مشر پر موټر بمي برید شوی وو، چې دوه پولیس عسکر پکې وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: