د کوټې په نوي کلي علاقه کې نامالومو وسله والو پوليس افسر په ډزو وژلی دی، دا پېښه نن د زيارت، پنجشنبې په سهار رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وېنا د برېوري پوليس تاڼې افسر محمد موسی د ډيوټۍ نه بيرته کور ته روان ؤ او په لار کې پرې بريد شوی دی.
د یاد برید پړه تحریک طالبان وسله والې ډلې منلې ده
پوليس چارواکي وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.
پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ هم په کلي شابو کې نامالومو موټر سايکل سورو وسله والو د يو سکول په دروازه ډزې کړې او څلور ماشومان يې ژوبل کړي وو.
د شخصي سکول په دروازه ډزو کې ژوبل ماشومان روغتون ته وړل شوي او چارواکو ويلي ؤ روغتيايي حالت يې ښه دی.
د يادې پېښې زمه واري هم چا نه وه منلې او پوليس چارواکو ويلي ؤ چې او مهال څه نه شي ويلی چې د ډزو په شا د چا لاس دی.
د پاکستان د ناامنۍ سره مخ صوبې بلوچستان کې د اوږدې مودې نه وخت په وخت په پوليس او نورو امنیتي سرتېرو بریدونه کیږي.
په دغو بريدونو کې په وروستيو کې زياتره د پوليس، اېف سي او ليويز سرتيري په نخښه کړی شوي دي.